د افغان نجونو د زدکړو مسئله؛ د نړۍ ۲۷ هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومته د ښوونځیو د پرانستو غوښتنه کړې

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۸مه او د اکټوبر میاشتې ۲۰مه نېټه ده) د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” په نوم یوه خبرپانه خپره کړې او د ا.ا له حکومته یې په کې غوښتی، چې ژر تر ژره دې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګی پورته ښوونځی پرانېزی.
دا خبرپاڼه چې بېګاه (د تلې ۲۷مه) خپره شوه، ګډوانولو په پرلپسې توګه پر مېرمنو د محدودیتونو لګولو ته ژوره اندېښنه ښوولې ده .
بریتانیا، قطر، امریکا، اسټرالیا، بنګله دېش، بلجیم، کاناډا، چاډ، فرانسه، جرمنی، یونان، هنګری، اندونیزیا، آیرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لاتویا، ناروې، پولنډ، سلوانیا، شری لنکا، سویډن، ترکیه، ترکمنستان، متحده عربی امارات او د سینټ وینسنټ او ګریناډین ټاپو له هغو ۲۷ هېوادونو دی چې دا خبرپاڼه یې لاسلیک کړې.
په اعلامیه کې راغلی چې ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ د ممنوعیت پرېکړه د افغانستان د اکثریت خلکو هیلې او غوښتنې نه منعکسوی او افغانستان یې په نړۍ کې یوازینی هېواد بللی چې نجونې پکې له ثانوی زدکړو بې برخې دی.
د ا.ا چارواکو ”په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې ” د دې خبرپاڼې په غبرګون کې څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې ویلی وو چې د نجونو د زده کړو مخالف نه دی.
څو ورځې وړاندې په ترکیه کې د نړۍ د دینی عالمانو د اتحاد غونډې ته د افغان حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې تر شپږم ټولګی پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانستل حتمی وبلل.
د هغه په خبره دا مهال په یو لړ مواردو لکه، نصاب، ترانسپورټ او ځینې نورو برخو کار روان دی، چې تر بشپړېدو وروسته به یې د نجونو پر وړاندې تر دولسم ټولګی ټول ښوونځی پرانستل شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.