د افغان کرکټ پرونۍ بریا په پراخه کچه ستایل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان په داخل او بهر کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغان کرکټ بریا په پراخه کچه ستایل شوې ده.

د خبر پربنسټ تېره ورځ او شپه په خوست، ننګرهار، زابل، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو د اسټرالیا ماتول په ولولو سره نمانځلی دی.

د نړۍ په ګڼو نورو ځایونو کې هم د افغان لوبډلې پرونۍ بریا په پراخه کچه ستایل شوې او خلکو یې په اړه خوښی څرګنده کړې.

په ټولنیزو رسنیو کې نړیوال هم د افغانستان په دغه بری حیران شوی دی.

د هند پخوانی کرکټر وسیم جعفر پاکستانی رسنیو ته په اشارې لیکلی، د افغانستان داسې بریاوې ته د توقع خلاف نه دی. افغانان د نړۍ هره لوبډله ماتولی شی او پرون یې بیا دا ثابته کړه.

انګلنډ مېشتی د کرکټ مبصر مېچل واغان لیکلی، افغانستان له داسې لوبې او بری سره د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو زرین چانس لری.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.