کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۷ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو کډوالو عالی کمېشنرۍ او د جاپان حکومت یوه هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې ارزښت یې ۹۲۹ میلیونه جاپانی ین (شاوخوا ۶ میلیونه ډالر) دی.
د کډوالۍ عالی کمېشنرۍ لیکلی، دا هوکړه لیک به هغو پروګرامونو ته ځانګړی شی، چې افغانستان ته راستانه شویو کډوالو، بې ځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته د معیشت زمینه برابره کړی.
د دغې هوکړې له مخې د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید پراختیا هغه فعالیتونه دی چې له ملاتړ به برخمن شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ