معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یو لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی

د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یو لوړ پوړي پلاوي تورخم ته سفر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ رتبه پلاوي د بېرته ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی.
د خبر پر بنسټ، یاد پلاوي کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزیر، د کډوالو چارو وزیر، د مالیې وزارت مالي معین، د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي، د ننګرهار والي، د ننګرهار استخباراتو رییس او یو شمېر نور مرکزي او ولایتي مسوولین شامل دي.
خبر زیاتوي، چې دغه پلاوی به تورخم ښارګوټي کې هېواد ته د ستنېدونکو ګډوالو ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدو او هلته د شته خدماتو ارزیابۍ په موخه اړین اقدامات ترسره کړي.
پاکستان کې ناثبت شویو افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل وروستۍ ڼېټه ده، چې د پاکستاني چارواکو په وینا تر دې وروسته به یې هلته نیسي او په جبر به یې افغان لوري ته سپاري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس