کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا مالی او اداری مرستیال په مشرۍ د اسلامی امارت یو لوړ رتبه پلاوی د بېرته ستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه تورخم ته سفر کړی.
د خبر پر بنسټ، یاد پلاوی کې د ریاست الوزرا اداری مرستیال په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور وزیر، د کډوالو چارو وزیر، د مالیې وزارت مالی معین، د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمی، د ننګرهار والی، د ننګرهار استخباراتو رییس او یو شمېر نور مرکزی او ولایتی مسوولین شامل دی.
خبر زیاتوی، چې دغه پلاوی به تورخم ښارګوټی کې هېواد ته د ستنېدونکو ګډوالو ستونزو او مشکلاتو ته د رسېدو او هلته د شته خدماتو ارزیابۍ په موخه اړین اقدامات ترسره کړی.
پاکستان کې ناثبت شویو افغان کډوالو ته د ورکړل شوی ضرب الاجل وروستۍ ڼېټه ده، چې د پاکستانی چارواکو په وینا تر دې وروسته به یې هلته نیسی او په جبر به یې افغان لوری ته سپاری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ