معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغان کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر نن پاکستان ته سفر کوي

د افغان کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر نن پاکستان ته سفر کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پام کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر نن د افغان کډوالو وروستیو ځورونو په تړاو پاکستان ته ولاړ شي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستنې بهیر بیا پیل شوی، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې به له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

د هبر پر بنسټ نوموړی به په خپل دې درې ورځني سفر کې د افغان کډوالو له یو شمېر استازو سره هم وګوري.

د UNHCR د معلوماتو له مخې پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر له درې میلیونو اوړي، چې څه کم یونیم میلیون یې د مهاجرت ځانګړي کارتونه لري او ۱،۳ میلیونه نور یې ثبت نه دي.

د چارو د څارونکو په باور دې وروستیو کې پاکستان پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او هڅه کوي چې په بېلابېلو پلمو یې ځورونې ته دوام ورکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس