د افغان کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر نن پاکستان ته سفر کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پام کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر نن د افغان کډوالو وروستیو ځورونو په تړاو پاکستان ته ولاړ شی.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستنې بهیر بیا پیل شوی، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې به له پاکستانی چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړی.

د هبر پر بنسټ نوموړی به په خپل دې درې ورځنی سفر کې د افغان کډوالو له یو شمېر استازو سره هم وګوری.

د UNHCR د معلوماتو له مخې پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر له درې میلیونو اوړی، چې څه کم یونیم میلیون یې د مهاجرت ځانګړی کارتونه لری او ۱،۳ میلیونه نور یې ثبت نه دی.

د چارو د څارونکو په باور دې وروستیو کې پاکستان پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او هڅه کوی چې په بېلابېلو پلمو یې ځورونې ته دوام ورکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.