کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ایران ولسمشر د اقتصادی همکاریو سازمان له غړو غوښتی، چې د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادی ودې او بیارغونې په موخه یو پروګرام وړاندې کړی.
د راپور پر بنسټ، د پاکستان د لنډمهالی حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلی اسلام آباد د افغانستان د سولې لپاره د اقتصادی همکاریو سازمان له غړو سره ګډ کار ته چمتو دی.
کاکړ همدا راز د سیمې د اتصال او کاسا زر، افغان ټرانس او ټاپی پروژو په څېر په سترو پروژو کې د افغانستان رول مهم وباله.
د ازبکستان ولسمشر بیا په دغه غونډه کې د اقتصادی همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو ته د بشری مرستو کچه لوړه کړی.
د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، پاکستان او اذربایجان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ