کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرستیال ویاند ملا حـ ـمدالله فطرت ویلی، د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت په ۱۴۰۳ کال کې د کان کیندنې ۳۶ پروژې منظورې کړې.
فطرت په خپلې اېکس پاڼې زیاته کړې، له منظور شویو پروژو څخه یې موخه د هېواد کانونو پراختیا او اقتصادی وده ده.
نوموړی زیاته کړې، له منظور شویو پروژو څخه یې ۲۵ پروژې د کوچنی مقیاس کانونو پورې تړاو لری، چې د تراورټین، مرمر، نفرایټ، چونې، سرب، جستو، بیوتیت لرونکی ګرانیټ، سرپنټین، ګچ او نورو کانونو د استخراج لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې تصویب شوی دی.
فطرت همدا راز ویلی، ۱۱ سترې پروژې د سیمنټو، مالګې، ګازو، ډبرو سکرو، کرومایتو او مرمر ډبرو د استخراج په موخه هم منظورې شوی، چې له مهمو پروژو څخه یې د جوزجان یتیم تاق سیمنټو، د فاریاب او جوزجان د مالګې کانونه، د لوګر د التمور سیمنټو او د هرات کشک او تیرپل د ګازو حوزې دی.
د مرستیال ویاند په خبره دغه پروژې به د هېواد په اقتصادی پرمختګ او کاری فرصتونو په ډېرښت کې د پام وړ ښه والی راولی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ