د اقتصادی کمېسیون غونډه؛ د خصوصی بانکونو پر تقویې خبرې شوی

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۲۷او د اګسټ میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د ا.ا د حکومت اقتصادی کمېسیون وایی، چې د رییس الوزارء د مرستیال ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ یې په ننۍ غونډه کې د خصوصی بانکونو د تقویې او نورو مسایلو خبرې کړی.
کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په یاده غونډه کې د خصوصی بانکونو د تقویې په موخه اقتصادی کمېسیون د بانکی قضیو د ژر خلاصون لپاره له سترې محکمې د یوې اختصاصی محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې ټینګار شوی، چې د بهرنیو چارو وزارت دې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د خصوصی بانکونو د بانکی حسابونو د خلاصون لپاره هڅې وکړی.
کمېسیون پرېکړه کړې، چې دغه راز بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک دې له مرسته کوونکو بنسټونو سره همغږی وکړی، څو نقدی بشرپاله مرستې د یو بانک پر ځای د څو خصوصی بانکونو له لارې حواله کړی.
دغه راز د غونډې ګډونوالو څرګنده کړې، چې د افغانستان بانک وړتیا ته په کتو دې د دولتی کارکوونکو معاشونه د خصوصی بانکونو له لارې حواله شی.
د اقتصادی کمېسیون د خبر پاڼې له مخې، د اسلامی بانکدارۍ په برخه کې دې خصوصی بانکونه د ایران، پاکستان او مالیزیا له تجربو څخه ګټه واخلی.
د ا.ا اقتصادی کمېسیون خبرداری ورکړی، چې خصوصی بانکونه دې د شریعت مطابق د مرکزی بانک د تګلارې پر بنسټ خلکو ته د اسلامی قرضو(مضاربه، مرابحه، سلم) ورکړه پیل کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.