کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د اروپایی ټولنې شارژدافیره وایی، دغې ټولنې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړی کړی دی.
رفیلا اېودېس ویلی، افغانستان د اقلیم د بدلون پر وړاندې تر ټولو زیانمن هېواد دی.
مېرمن اېودېس نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، د اروپایی ټولنې د آسیا د اړیکو د څانګې مشر پیټرز اوستوبز افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اروپایی ټولنې له سیمه ییزو همکارانو سره د مرستو تړون لاسلیک کړ.
د اروپایی ټولنې شارژدافیره وایی، افغانستان د اقلیم له بدلون سره تر ټولو زیات زیانمنوونکی هېواد دی او افغان مېرمنې له دې بدلونونو ډېرې اغېزمنې شوې دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ