کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دویچه ویله المان غږ راپور ورکړی، هغه افغانان چې په آلمان کې د منل کېدو ژمنه ورسره شوې وه، دغه هېواد ته تر سفر دمخه مړه شوی دی.
د راپور له مخې، هغه معلومات چې حکومت د المان د پارلمان کیڼ اړخې ګوند ته ورکړی دی، ښیی چې له هغو افغانانو څخه یې نږدې ۵۰ کسان چې په المان کې د منل کېدو ژمنه ورسره شوې وه، تر هغه مخکې چې دغه هېواد ته سفر وکړی، مړه شوی دی.
د آلمان په پارلمان کې د کیڼ اړخی ګوند استازې کلارا بونکر له همدې امله المان ته د هغو افغانانو د انتقال په پروګرام کې پر ځنډ نیوکې کړې، چې د منل کېدو ژمنه ورسره شوې ده.
بونکر د کیڼ اړخی ګوند د کډوالو چارو مسووله ده، د المان له فدرالی حکومت څخه پوښتی، چې د افغانانو له دغې ډلې څخه یې څومره کسان او په کومو شرایطو کې مړه شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ