کابل/ګهیځ: نن سې شنبه (د لړم/عقرب درېیمه او د اکتوبر میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د امریکایی سفارت شارژدافیره کرن دیکر وایی، چې له افغان خبریالانو، مدنی فعالانو او ځینې نورو افغانانو سره د خبرو او لیدو په موخه ترکیې ته رسېدلې ده.
مېرمن دیکر نن په یوه ټویټ پیغام کې ترکیې ته د خپل سفر په اړه خبر ورکړی.
هغې لیکلی: “زه دلته راغلې یم څو اوګورم، چې له هېواده وتلی افغانان په افغانستان کې مېشت هېوادوالو سره څه ډول اړیکې ساتی “.
هغې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې به د ټولو افغان قومونو نارینه او ښځینه خبریالانو، فعالانو او ځینې نورو کسانو سره اوګوری.
دیکر لیکلی چې د دې خبرو لپاره پلان تېره اونۍ په متحده عربی اماراتو کې پیل شوی و.
د امریکایی سفارت شارژدافیرې تر دې وړاندې ویلی وو، چې امریکا د افغانستان سره د ډیپلوماټیکو اړیکو درلودو هڅې کوی او په خبره یې په دغه هېواد کې د متحده ایالتونو بیا ځل نظامی مداخله امکان نه لری.
گهیځ