کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۰ مه نېټه):
د افغانستان مرکزی بانک ویلی، د بشری مرستو په دوام کې تېره ورځ ۴۰ میلیونه امریکایی ډالر کابل ته را ورسېدل.
دغې بانک زیاته کړې، افغانستان ته له قانونی لارو د بهرنیو اسعارو د راتک هرکلی کوی. سرچینې له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکی سکټور له لارې افغانستان ته ولېږی.
یاد بانک زیاته کړې، هڅه کوی څو د هېوادوالو لپاره غوره بانکی خدمات وړاندې کړی او د اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړیوالو مالی او بانکی بنسټونو سره ښی اړیکې ولری.
د بشری مرستو دغه ۴۰ میلیونی کڅوړه په داسې مهال کابل ته ورسېده، چې افغانستان کې د ژمی او وزګارتیا په دوام خلک له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ