معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د امریکا استازو جرګې نوي مشر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان جوړوونکو تندې نیوکې وکړې

د امریکا استازو جرګې نوي مشر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان جوړوونکو تندې نیوکې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کیون مک کارتي چې د امریکا د استازو جرګې د مشر په توګه تازه ټاکل شوی، خپلې لومړنۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پلان تندې نیوکې وکړې.
نوموړي د نورو مسایلو ترڅنګ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پلان جوړوونکو ته ګواښ کړی چې په دې اړه به له مسوولو کسانو سره حساب وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې له افغانستانه د راوتلو له قضیې رانیولې د اېف بي آی تر وسلوال کولو پورې به له ټولو مسوولو خواوو سره حساب_کتاب وکړي. جمهوري غوښتونکي په پام کې لري چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ګډون د ولسمشر بایډن پر یو شمېر کړنو څېړنې وکړي.
مکارتي تل د استازو خونې د مشرتابه لپاره د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید و، خو د هغه د بریا مخه د نوموړي د خپل ګوند ښي اړخو نیوله او له همدې امله ۱۵ ځله رای اچونه ترسره شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس