د امریکا استازو جرګې نوی مشر له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو پر پلان جوړوونکو تندې نیوکې وکړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې کیون مک کارتی چې د امریکا د استازو جرګې د مشر په توګه تازه ټاکل شوی، خپلې لومړنۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو پر پلان تندې نیوکې وکړې.
نوموړی د نورو مسایلو ترڅنګ له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو پلان جوړوونکو ته ګواښ کړی چې په دې اړه به له مسوولو کسانو سره حساب وکړی.
نوموړی زیاته کړې چې له افغانستانه د راوتلو له قضیې رانیولې د اېف بی آی تر وسلوال کولو پورې به له ټولو مسوولو خواوو سره حساب_کتاب وکړی. جمهوری غوښتونکی په پام کې لری چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په ګډون د ولسمشر بایډن پر یو شمېر کړنو څېړنې وکړی.
مکارتی تل د استازو خونې د مشرتابه لپاره د جمهوری غوښتونکو مخکښ کاندید و، خو د هغه د بریا مخه د نوموړی د خپل ګوند ښی اړخو نیوله او له همدې امله ۱۵ ځله رای اچونه ترسره شوه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.