کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
له نن څخه پوره درې کاله وړاندې د کب په لسمه د قطر هېواد په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت چې هغه مهال یې د هېواد واګی په لاس کې نه وو، تړون لاسلیک شو.
دغه هوکړه چې د ۱۳۹۸ هجری لمریز کال د کب په ۱۰ مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخوانی استازی زلمی خلیلزاد او ملا عبدالـ.ـغـ.ـنی بـ.ـرادر تر منځ لاسلیک شو، ترې وړاندې ۱۱ پړاوه خبرې او ناستې ترسره شوې وې.
د دغه تړون له لاسلیک څخه وروسته تر ننه په یو شمېر مسایلو کې دواړو لوریو یو بل په سرغړونې تورن کړی دی.
نن د سرپرست افغان حکومت ګڼې ادارې او مرکزی حکومت دغه ورځ د یو بریالی ماموریت د سرته رسېدو له امله لمانځی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ