د امریکا دفاع وزارت: درې کاله مخکې د کابل پر هوایی ډګر ځانمرګی برید د مخنیوی وړ نه و

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۸مه نېټه):

د امریکا د دفاع وزارت وایی هغه برید د مخنیوی وړ نه و چې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډیو په مینځ کې د کابل د نړیوال هوایی ډګر په ساحه کې وشو او په لس ګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

له افغانستان څخه د امریکا او نورو هېوادو د ځواکونو د وتلو د مهال د هله ګولې په مینځ کې

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د تېښتې په حال کې ملکی وګړو او بهرنیو پوځیانو په مینځ کې یوه خطرناکه چاودنه رامینځ ته شوه چې درنه مرګ ژوبله یې واړوله.

د دې برید او را مینځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه یې د امریکا د پوځ د مرکزی قوماندې په امر پیل شوو پلټنو او د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په سپټمبر کې د دې پلټنو بیا کتنې معلومات وایی چې دا برید د مخنوی وړ نه و.

دغو معلوماتو ښودلې چې د کابل د نړیوال هوایی ډګر په ساحه او په شنه دروازه کې ځانمرګی برید د “عبدالرحمن اللوګری” په نامه د داعش ډلې د یوه غړی له خوا ترسره شوی و چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې له دغه ډلې سره یو ځای و.

د دې برید په تړاو هم د هغه وخت د ډېرو نورو بریدونو په څېر لویدیځوالو استخباراتی ادارو خبر داری ورکړی وو خو د دې سره سره په نوموړې ورځ ماښام شپږ بجې دا برید وشو او درنه مرګ ژوبله یې رامینځ ته کړه.

پدې برید کې دیارلس امریکایی پوځیان او لږ تر لږه ۱۷۰ تنه هغه افغانان ووژل شول چې غوښتل یې د هله ګولې په مینځ کې له افغانستان څخه بهر ته ولاړ شی او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.