معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د امریکا د استازو جرګې غړو د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د امریکا د استازو جرګې غړو د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې څه د پاسه ۶۰ ډیموکراټ غړو د دغه هېواد له ولسمشر جوبایډن په یوه لیک کې غوښتي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د امریکا له نفوذه ګټه واخلي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له بایډن څخه په دغه لیک کې د عمران خان سربېره پاکستان کې د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو او د بشري حقونو خوندیتوب لپاره د هڅو غوښتنه شوې ده.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ډلې ویلي وو، چې د عمران خان نیول د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس