کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې څه د پاسه ۶۰ ډیموکراټ غړو د دغه هېواد له ولسمشر جوبایډن په یوه لیک کې غوښتی، چې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د امریکا له نفوذه ګټه واخلی.
رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې له بایډن څخه په دغه لیک کې د عمران خان سربېره پاکستان کې د ټولو سیاسی بندیانو د خوشې کېدو او د بشری حقونو خوندیتوب لپاره د هڅو غوښتنه شوې ده.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ډلې ویلی وو، چې د عمران خان نیول د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ