معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا له هغه وروسته چې تېره میاشت د امریکا کانګرېس له اوکراین سره د ۶۱ میلیاردو ډالرو پوځي مرستې بسته تصویب کړه، اوکراین ته د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي لومړی سفر دی.

د راپور له مخې، د دې سفر موخه له اوکراین سره د امریکا د پیوستون څرګندول دي؛ ځکه چې اوکراین په خپله شمال ختیځ پوله کې د روسیې د بمباریو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس