کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن نن په یوه نااعلان شوی سفر اوکراین ته تللی.
د رویټرز خبری آژانس د راپور له مخې، دا له هغه وروسته چې تېره میاشت د امریکا کانګرېس له اوکراین سره د ۶۱ میلیاردو ډالرو پوځی مرستې بسته تصویب کړه، اوکراین ته د یوه لوړ پوړی امریکایی چارواکی لومړی سفر دی.
د راپور له مخې، د دې سفر موخه له اوکراین سره د امریکا د پیوستون څرګندول دی؛ ځکه چې اوکراین په خپله شمال ختیځ پوله کې د روسیې د بمباریو د مخنیوی لپاره هڅې کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ