کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نوموړي پر خپلې ایکس پاڼې د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو له انتخاباتي بهیر څخه نور وځي او د خپلې دغه پرېکړې په اړه به له امریکایي ولس سره وروسته خبرې هم وکړي.
ټاکنو کې د نوموړي لخوا د خپلې نوماندۍ تر تېرېدو وروسته د دیموکرات ګوند له خوا د ولسمشرۍ د نوماندې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس د نوماندۍ ملاتړ کړی.
بلخوا ډونالډ ټرمپ په تازه غبرګون کې ویلي، چې د مېرمن هرېس ماتېدل تر بایډن ده ته آسان دي.
د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما د بایډن د دې پرېکړې هرکلی کړی.
اوباما د مېرمن هرېس د نوماندۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو اندېښنه یې ښودلې، چې که ټرمپ بیا د امریکا ولسمشر شي، امریکا او ډیموکراتانو ته به بدې پایلې ولري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/