کابل-ګهیځ نیوز(د اسد لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نوموړی پر خپلې ایکس پاڼې د یوې رسمی اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو له انتخاباتی بهیر څخه نور وځی او د خپلې دغه پرېکړې په اړه به له امریکایی ولس سره وروسته خبرې هم وکړی.
ټاکنو کې د نوموړی لخوا د خپلې نوماندۍ تر تېرېدو وروسته د دیموکرات ګوند له خوا د ولسمشرۍ د نوماندې په توګه د خپلې مرستیالې کاملا هریس د نوماندۍ ملاتړ کړی.
بلخوا ډونالډ ټرمپ په تازه غبرګون کې ویلی، چې د مېرمن هرېس ماتېدل تر بایډن ده ته آسان دی.
د امریکا مخکنی ولسمشر بارک اوباما د بایډن د دې پرېکړې هرکلی کړی.
اوباما د مېرمن هرېس د نوماندۍ په اړه څه نه دی ویلی، خو اندېښنه یې ښودلې، چې که ټرمپ بیا د امریکا ولسمشر شی، امریکا او ډیموکراتانو ته به بدې پایلې ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ