معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امریکا ولسمشر د نوروز مبارکۍ کې د افغانانو پر بد اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

د امریکا ولسمشر د نوروز مبارکۍ کې د افغانانو پر بد اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري لومړۍ نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ او ټولو هغو خلکو ته یې د نوروز مبارکي ویلې، چې په امریکا او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځي.
هغه د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې سږکال نوروز د ډېرو کورنیو لپاره په سختو شرایطو کې راځي، چې له بل هر وخت څخه زیات هیلو او لاسنیوي ته اړتیا لري.
بایډن اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان خلک لا هم له ژور بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دي.
هغه یوې غونډې ته په خطاب کې ویلي، چې نوروز یو لرغونی جشن دی چې له ډېر پخوا راهیسې د شېراز له باغونو څخه نیولې، بیا د کابل او اربیل تر غرونو او باکو پورې لمانځل کیږي.
بایډن په داسې مهال د نوروز په مناسبت خبرو کې د افغانانو پر بد اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې، چې د روانو چارو د څارونکو په باور افغانستان کې د روان بد وضعیت تر شاه تر ډېره بریده د همدې هېواد لاس دی.
ـــــــــــــــــــــــ

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس