د امریکا ولسمشر د نوروز مبارکۍ کې د افغانانو پر بد اقتصادی وضعیت اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری لومړۍ نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې د نوروز د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړ او ټولو هغو خلکو ته یې د نوروز مبارکی ویلې، چې په امریکا او نړۍ کې دا لرغونی جشن نمانځی.
هغه د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره ویلی، چې سږکال نوروز د ډېرو کورنیو لپاره په سختو شرایطو کې راځی، چې له بل هر وخت څخه زیات هیلو او لاسنیوی ته اړتیا لری.
بایډن اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان خلک لا هم له ژور بشری ناورین سره لاس او ګرېوان دی.
هغه یوې غونډې ته په خطاب کې ویلی، چې نوروز یو لرغونی جشن دی چې له ډېر پخوا راهیسې د شېراز له باغونو څخه نیولې، بیا د کابل او اربیل تر غرونو او باکو پورې لمانځل کیږی.
بایډن په داسې مهال د نوروز په مناسبت خبرو کې د افغانانو پر بد اقتصادی وضعیت اندېښنه ښودلې، چې د روانو چارو د څارونکو په باور افغانستان کې د روان بد وضعیت تر شاه تر ډېره بریده د همدې هېواد لاس دی.
ـــــــــــــــــــــــ

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.