کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ۳۹م ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر د اوږدې ناروغۍ له امله مړ شو.
نوموړی چې د جورجیا د مونګلو یو بزګر و، په ۱۹۷۷ کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.
د امریکایي چارواکو په وینا کارټر د واک ترلاسه کولو پر مهال د حکومت او خلکو ترمنځ د باور د بېرته راګرځولو هڅه وکړه.
هغه د ولسمشرۍ له دورې وروسته د بشرپالنې نه ستړي کېدونکي کارونه ترسره کړل، چې په بدل کې یې په ۲۰۰۲ کال کې د سولې نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.
کارټر په ۱۹۷۷ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې جیرالډ فورډ ته ماتې ورکړه او د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېناست.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/