د امریکا پخوانی ولسمشر جیمی کارټر مړ شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکایی رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ۳۹م ولسمشر جیمی کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر د اوږدې ناروغۍ له امله مړ شو.

نوموړی چې د جورجیا د مونګلو یو بزګر و، په ۱۹۷۷ کال کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد.

د امریکایی چارواکو په وینا کارټر د واک ترلاسه کولو پر مهال د حکومت او خلکو ترمنځ د باور د بېرته راګرځولو هڅه وکړه.

هغه د ولسمشرۍ له دورې وروسته د بشرپالنې نه ستړی کېدونکی کارونه ترسره کړل، چې په بدل کې یې په ۲۰۰۲ کال کې د سولې نوبل جایزه هم ترلاسه کړه.

کارټر په ۱۹۷۷ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې جیرالډ فورډ ته ماتې ورکړه او د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېناست.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.