دبۍـ ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۱۳مه۱۴۰۱):
ټاکل شوې ده چې په عربي متحده اماراتو کې د پخوانیو او اوسنیو افغان چاروکو تر منځ یوه ناسته تر سره شي.
له افغانستانه د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو پلاوی په داسې مهال اماراتو ته سفر کوي چې هم پرون (شنبه) پخواني ولسمشر حامد کرزي تر اوږده ځنډ وروسته د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال په ملتیا اماراتو ته سفر وکړ.
د ځینو رسنیو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
تر دې وړاندې په یو شمېر نا تأیید شویو راپورونو کې ویل شوي و چې ټاکل شوې حامد کرزی د خپل سفر په ترڅ کې د محمد اشرف غني په ګډون له یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه لیدنې ولري.
د راپورونو له مخې کرزی به له اماراتو څخه المان ته او په هغه ځای کې تر څو ورځو تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته راشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1