دبۍـ ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۱۳مه۱۴۰۱):
ټاکل شوې ده چې په عربی متحده اماراتو کې د پخوانیو او اوسنیو افغان چاروکو تر منځ یوه ناسته تر سره شی.
له افغانستانه د دفاع د وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ یو پلاوی په داسې مهال اماراتو ته سفر کوی چې هم پرون (شنبه) پخوانی ولسمشر حامد کرزی تر اوږده ځنډ وروسته د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال په ملتیا اماراتو ته سفر وکړ.
د ځینو رسنیو د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې نن (یکشنبه) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ هم عربی متحده اماراتو ته سفر وکړی.
تر دې وړاندې په یو شمېر نا تأیید شویو راپورونو کې ویل شوی و چې ټاکل شوې حامد کرزی د خپل سفر په ترڅ کې د محمد اشرف غنی په ګډون له یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو سره د افغانستان د اوسنی وضعیت په اړه لیدنې ولری.
د راپورونو له مخې کرزی به له اماراتو څخه المان ته او په هغه ځای کې تر څو ورځو تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته راشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1
گهیځ