کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دوو استازو، جو ولسن او جیمي پنټا د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز عاصم منیر د بندیزونو لګولو لایحه کانګرېس ته وړاندې کړې ده.
کانګرېس ته په وړاندیز شوې لایحه کې پر جنرال عاصم منیر د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کولو په ګډون د سیاسي مخالفینو د ځپلو تور پورې شوی دی.
دغه مسوده چې د “پاکستان د ډیموکراسۍ مسوده” نومیږي او غواړي چې په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې د پاکستان د پوځ پر مشر بندېزونه ولګوي.
د دغې مسودې په تصویب سره به عاصم منیر امریکا ته له ننوتلو منعه شي او دی به د امریکا د ویزې ترلاسه کولو امتیاز له لاسه ورکړي.
په مسوده کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیول “نا انصافي” بلل شوې او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/