کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا جمهوری غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دوو استازو، جو ولسن او جیمی پنټا د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز عاصم منیر د بندیزونو لګولو لایحه کانګرېس ته وړاندې کړې ده.
کانګرېس ته په وړاندیز شوې لایحه کې پر جنرال عاصم منیر د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د بندی کولو په ګډون د سیاسی مخالفینو د ځپلو تور پورې شوی دی.
دغه مسوده چې د “پاکستان د ډیموکراسۍ مسوده” نومیږی او غواړی چې په راتلونکو ۱۸۰ ورځو کې د پاکستان د پوځ پر مشر بندېزونه ولګوی.
د دغې مسودې په تصویب سره به عاصم منیر امریکا ته له ننوتلو منعه شی او دی به د امریکا د ویزې ترلاسه کولو امتیاز له لاسه ورکړی.
په مسوده کې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان نیول “نا انصافی” بلل شوې او د هغه د ژر خوشې کېدو غوښتنه شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ