د امنیتی ننګونو له امله امریکا په پاکستان کې خپلو اتباعو ته د محدودیت خبرداری ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسلام آباد کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته توصیه کړې، چې د فیصل جومات شاوخوا دې نه ګرځی.

اسلام آباد کې د امریکا سفارت په خپله وېبپاڼه خپلو اتباعو ته د خبرداری په ډول ویلی، هلته امنیتی ګواښونه شته.

په اسلام آباد کې د متحدو ایالتونو سفارت تر بلې خبرتیا پورې خپل کارکوونکی دغه جومات شاوخوا ته له ورتګ څخه منع کړی دی.

د امریکا سفارت په داسې مهال دا خبرداری خپور کړی، چې څو ورځې وړاندې یوه کس د فیصل جومات مخې ته د پاکستانی طـ.ـالـ  ـبانو تـ ـحریک بیرغ ښکاره کړی او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې امنیتی وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او په پوځیانو یې ورځ تر بلې وسلوال بریدونه زیاتیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.