معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې

د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۳۰):
د امنیت شورا غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا خپل چمتو کړي راپور کې له هغه څه اندېښنه ښودلې چې وايي افغان حکومت نه دی بریالی شوی چې هېواد کې ترهګرې ډلې وځپي.
مېرمن اوتونبایوا پر ډیورنډ فرضي کرښې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شخړو او نښتو ډېرېدا هم اندېښمنوونکې بللې ده.
نوموړې په خپل راپور کې زیاته کړې، افغانستان دا مهال له سترو ننګونو سره مخ دی. د یوناما مشرې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل، د افغانستان یوه بله ننګونه یاده کړې او ټینګار یې کړی چې د زده کړو، کار او فردي ازادیو په برخه کې باید پر افغان مېرمنو د سرپرست حکومت له لوري لګول شوي محدودیتونه لرې شي.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشرې د ټیکاو لپاره د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې مهمې بللي او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه به هم دغه برخه کې خپلې هڅې جاري ساتي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس