د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان اوسنی وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۳۰):
د امنیت شورا غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا خپل چمتو کړی راپور کې له هغه څه اندېښنه ښودلې چې وایی افغان حکومت نه دی بریالی شوی چې هېواد کې ترهګرې ډلې وځپی.
مېرمن اوتونبایوا پر ډیورنډ فرضی کرښې د افغان او پاکستانی ځواکونو ترمنځ د شخړو او نښتو ډېرېدا هم اندېښمنوونکې بللې ده.
نوموړې په خپل راپور کې زیاته کړې، افغانستان دا مهال له سترو ننګونو سره مخ دی. د یوناما مشرې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل، د افغانستان یوه بله ننګونه یاده کړې او ټینګار یې کړی چې د زده کړو، کار او فردی ازادیو په برخه کې باید پر افغان مېرمنو د سرپرست حکومت له لوری لګول شوی محدودیتونه لرې شی.
د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشرې د ټیکاو لپاره د افغانانو ترمنځ خپلمنځی خبرې مهمې بللی او ټینګار یې کړی چې ملګری ملتونه به هم دغه برخه کې خپلې هڅې جاری ساتی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.