د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو رول

د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو رول

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو آمر نورمحمد ثاقب

پوهېږو چې رسنۍ د پېغامونو، حقیقتونو، واقعیتونو، معلوماتو ټولولو او عامو خلکو سره د شریکولو سرچینې دی، چې اساسی دندې یې د عامه ولس باخبره ساتل، خلکو ته د ارزښتونو ورپېژندل، د واقعیتونو څرګندول او په اړه یې عام خلک خبرول او خلکو ته د بېلا بېلو موضوعاتو، لکه: ټولنیز، سیاسی، اقتصادی، علمی، فرهنګی، مذهبی او نورو په اړه عامه پوهاوی ترسره کول دی. رسنۍ د خلکو او په ځانګړی توګه د ځوانانو کنګل ذهنونو ته بدلون ورکوی. رسنۍ خلکو ته بې پرې او خپلواک معلومات وړاندې کوی، چې د ټولنیز شعور په لوړولو کې خورا اغېزمن رول لری.

کله چې رسنۍ د انسان په ژوند او پرمختګ پورې تړلې مهمې دندې پر غاړه لری نو د رسنیو چلوونکو ادارو ته په کار ده، چې تولیدات او خدمات په داسې توګه ترتیب او وړاندې کړی چې د ټولنې د انسانی اړتیاوو سره مطابقت ولری. معلومات او پېغامونه یې باید په څو اړخیزه توګه اغېزمن وی او د خلکو او ځوانانو په بدلون کې یې ټولنیزې ښېګڼې او نېکمرغۍ نغښتی وی. د رسنیو خپرونې باید د ټولنو د اړتیاوو پر بنیاد چمتو شی، نه د ادارې په خوښه ترڅو په ټولنه کې رښتنی بدلون راوستل شی.

هسې خو رسنۍ د انسانی ژوند په هره برخه کې ځانګړی اثر لری چې له مخې یې د انسانانو په پرېکړو کې بدلون راځی او لیدلورو ته تغییر ورکوی. کله چې په کومه ټولنه او هېواد کې د سیاسی اوږد مهاله بې ثباتیو له امله خلک په ناامنیو کې ښکېل وی او د پایداره سولې لپاره تږی وی نو په داسې حال کې رسنۍ کولای شی، چې په جګړه کې د ښکېلو اړخونو ترمنځ داسې رول ولوبوی چې له مخې یې سولې ته د واکمنو تمایلات ډېر شی. مطبوعاتی ادارې د خلکو سره د نړۍ یو د بل ملت هغه تاریخی تجربې، چې د امنیت په ټینګښت کې یې رول درلودلی وی؛ شریک کوی او په پایله کې هغه ملتونه چې امنیت او سولې ته اړتیا لری او غوښتونکی یې وی؛ ګټه ترې پورته کوی.

کله کله داسې کېږی چې د جګړې ښکېلو اړخونو ترمنځ رښتنی او د اړتیا وړ معلومات موجود نه وی. د جګړې اغېزمن ملتونه واقعی او حقیقی معلوماتو ته لاس رسی نه لری نو په دې حال کې سولې ته زړونه نه ښه کېږی او د واقعی معلوماتو د نه شتون په صورت کې جګړه دوام مومی او ناامنی برقراره ساتل کېږی. په دغه حالت کې که رسنۍ خپل رسالت په ایماندارۍ سره د رسنیو د نړیوالو معیارونو مطابق ترسره کړی او واقعی معلومات له یو اړخ نه بل اړخ ته په معیاری توګه ولیږدوی نو له مخې یې سولې ته تمایلات ډېریدی شی، سولیز فکرونه وده مومی او د اوربندونو فکرونه ایجادیږی ځکه چې د جګړې لورو ته اړین او د تمې وړ معلومات رسېږی چې بالآخره  همغړیتوب او وررولی راځی نو په دې اساس ویلی شو چې رسنۍ د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لرلی شی.

له بل پلوه رسنۍ د امنیت په ټینګښت کې داسې رول لری چې رسنۍ عامه خلکو ته د امنیت د ارزښت په تړاو د بېلا بېلو خپرونو او پروګرامونو په ذریعه علمی، فرهنګی، تاریخی او اقتصادی معلومات نشروی. د مختلفو راډیویی، ټلویزیونی او چاپی رسنیو له لارې د امنیت او خوندیتوب د ارزښتونو خپلولو لارې چارې په ګوته کوی او د جګړې له امله زیانونه ښکاره کوی، چې په پایله کې د خلکو ذهنونه دې ته چمتو کړی ترڅو امن لپاره کار وکړی او له هغو فعالیتونو څخه لاس واخلی چې د ناامنۍ سبب ګرځی. آن رسنۍ د ولس په ځانګړی توګه د ځوانانو ذهنونو ته داسې تغییرات ورکوی ترڅو د امنیت د ټینګښت په موخه هلې ځلې پیل کړی. دا هم د رسنیو لوی رول دی چې د امنیت په ټینګښت کې یې لوبوی. د امنیت په ټینګښت کې د رسنیو اثر هله ډېر ګټور تمامیږی چې بې پرې او عادلانه خبرونه او معلومات عامو خلکو ته نشر شی. که د رسنیز چینل نشرات یو اړخیز وی نو بیا هم ډېر اغېز نشی لرلی.

د ټولنې د هر انسان ژوند په رسنیو پورې تړلی دی. د نن دور انسان ژوند پرته له رسنیزو معلوماتو څخه نه شونی دی نو د رسنیو چلوونکو ادارو ته په کار ده، چې ډېری خپرونې د تحقیقاتو د پایلو پربنیاد چمتو کړی. د خپرونو ډېری برخه یې باید د ټولنې د حالتو ښکارندوی وی. د بېلګې په توګه د نشراتی پروګرامونو په لړ کې یو شمېر پوښتنې په نظر کې نیول په کار دی لکه: د ټولنې وګړی، له رسنیو څه غواړی؟ رسنۍ عامو خلکو ته څه ګټې رسولی شی؟ رسنۍ د خلکو د غږ او غوښتنو په رسولو کې څه رول لری؟ رسنۍ د عامو خلکو د خدمتونو لپاره څومره ګټورې دی؟ د رسنیو بدلون باید څه ډول ټولنیز پرمختګ ته وده ورکړی؟ دغو او ورته پوښتنو ته په ځواب سره باید د رسنیو فعالیتونه او اهداف تعقیب شی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.