معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د امیرخان متقي او ترکي سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

د امیرخان متقي او ترکي سفیر لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتيا یې خبرې کړې دي.
د وزارت په وینا، ترکي سفیر ارګینای وویل چې د افغانستان – ترکیې اړېکې مثبت لوري ته روانې دي او د دې اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر لیکلي جهاد ارګینای ور سره ژمنه کړې، چې خپل سوداګر به وه هڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.
امیرخان متقي ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د ترکي سوداګرو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، د هغه په وینا د افغان- ترک حکومتونو مثبتې اړیکې د دواړوهیوادونو په ګټه دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس