ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۰مه او د مۍ میاشتې ۳۱مه نېټه ده) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره کتلی او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړې دی.
د وزارت په وینا، ترکی سفیر ارګینای وویل چې د افغانستان – ترکیې اړېکې مثبت لوری ته روانې دی او د دې اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دی.
د بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر لیکلی جهاد ارګینای ور سره ژمنه کړې، چې خپل سوداګر به وه هڅوی څو په افغانستان کې پانګونه وکړی.
امیرخان متقی ډاډ ورکړی چې اسلامی امارت به د ترکی سوداګرو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړی، د هغه په وینا د افغان- ترک حکومتونو مثبتې اړیکې د دواړوهیوادونو په ګټه دی.
گهیځ