کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نړۍ د تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد، اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر جوبایډن سره کتلی دی.
د راپور پر بنسټ په دې کتنه کې د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو د امریکا ولسمشر جوبایډن ته غزې په اړه د نړۍ د ۵۷ اسلامی هېوادونو پیغام رسولی دی.
په دې پیغام کې غوښتنه شوې، چې غزه کې دې سمدستی اوربند وشی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د چین ولسمشر شی جین پینګ به نن چهارشنبه د اسیا ارام سمندر د اقتصادی همکارۍ سرمشریزې په څنډه کې سره وګوری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ