د انګلستان کرکټ لوبډلې کپتان افغانستان سره د لوبو لغوه کولو غوښتنې رد کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د انګلستان کرکټ ملی لوبډلې لوبډلمشر جوس بټلر د خپل هېواد د یو شمېر سیاستوالو هغه غوښتنې رد کړې، چې له افغان کرکټ ملی لوبډلې سره د لوبې د لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه.

بټلر پرون د هند په کلکته کې خبریالانو ته وویل، سیاست او سپورټ باید سره جلا وی او دواړه اړخونه باید په خپلو حدودو کې پاتې شی.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا ۱۶۰ سیاستوالو د انګلستان او ویلز له کرکټ بورډ څخه غوښتی وو، چې د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه له افغان کرکټ ملی لوبډلې سره پلان شوې لوبه لغوه کړی.

سیاستوالو ادعا کړې چې دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ په موخه ترسره شی.

د بټلر څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځی، چې د نړیوال کرکټ له سیاسی مداخلو څخه د سپورټ د ساتلو غوښتنه کوی، څو لوبغاړی پرته له کوم فشار څخه خپلو لوبو ته دوام ورکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.