کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سویلی وزیرستان د انګور اډې پرلت کوونکو ویلی، چې که د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه منی او له افغانستان سره یې تګ – راتګ بې له پاسپورټه نه شی، نو د دغه هېواد د آزادۍ ورځ به د تورې ورځې په توګه ولمانځی.
دوی وایی، که کوم چا په سویلی وزیرستان کې دغه ورځ ولمانځله، نو یو لک روپۍ به ناغه ورکوی.
د ځایی خلکو لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیی، چې د انګور اډې بازار کې خلک نه لیدل کیږی.
د سویلی وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبری کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له لسو میاشتو راهیسې پرلت ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ