معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د پکتیکا د پلتوني بند عملي چارې پیل شي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د پکتیکا د پلتوني بند عملي چارې پیل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له مرستیال والي او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له ریيس سره کتلي دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو او په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په اړه بحث او خبرې شوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت مرستیال والي ته د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په برخه کې ډاډ ورکړی او یادونه یې کړې، چې د پلتوني بند د عملي چارو د پیل لپاره چمتوالی جریان لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د اوبو د مدیریت او تنظیم د پروژو د پلې کولو په برخه کې به هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ولایت د اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره اړینه پاملرنه وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس