د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، ډېر ژر به د پکتیکا د پلتونی بند عملی چارې پیل شی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په خپل کاری دفتر کې د پکتیکا له مرستیال والی او د هغه ولایت د سیندیزې فرعی حوزې له رییس سره کتلی دی.
د راپورونو پر بنسټ دغه کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو او په نوموړی ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په اړه بحث او خبرې شوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت مرستیال والی ته د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په برخه کې ډاډ ورکړی او یادونه یې کړې، چې د پلتونی بند د عملی چارو د پیل لپاره چمتوالی جریان لری.
نوموړی زیاته کړې، چې د اوبو د مدیریت او تنظیم د پروژو د پلې کولو په برخه کې به هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ولایت د اوسېدونکو ستونزو د حل لپاره اړینه پاملرنه وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.