د اوبو او انرژۍ وزیر برېښنا پسې ازبکستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
رسنیو د یو شمېر چارواکو له قوله ویلی، چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوی عبداللطیف منصور د مزار شریف حېرتان بندر له لارې ازبکستان ته تللی دی.
یاد وزیر د یوه پلاوی په مشرۍ د وارداتی برېښنا د تړون په موخه تللی دی.
نوموړی ویلی چې د سرپرست افغان حکومت د واکمنۍ د یو نیم کال په موده د برېښنا ټول لګښتونه ورکړل شوی دی.
وزیر ډاډ ورکړی چې خلک دې د برېښنا د نشتوالی په اړه هېڅ اندېښنه نه کوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایی چې د افغانستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د برېښنا قرارداد لاسلیک شوی دی. افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوی او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلی منابعو څخه تولیدوی.
د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میکاواټه برېښنا اخلی چې ۳۰۰ میکاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزیر په داسې مهال ازبکستان ته سفر کوی چې دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون د ډېری ولایاتو اوسېدونکی د برېښنا له پرچاوۍ سر ټکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.