کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۵ مه نېټه):
په داسې حال کې چې له پاکستانه په جبر د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ګړندۍ شوې، د چارو ګڼ شمېر څارونکی او ولسی وګړی د پاکستان دې ظلم بدل کې له افغان حکومته غواړی، چې د کونړ سیند اوبه دې مهار کړی.
ټولنیزو رسنیو کې هم ګڼ شمېر خلکو د کونړ پر سیند د بند جوړولو کمپاین پیل کړی دی.
تازه د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د افغانستان راتلونکې اقتصادی پراختیا نړیوال کنفرانس کې هم د هېواد د اوبو پر مدیریت ټینګار کړی او ویلی یې دی، چې افغانستان کافی اندازه اوبه لری او که مدیریت یې وشی، ګاونډیان به افغانانو ته اړ شی.
نوموړی په دې کنفرانس کې دغه راز د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره خصوصی شرکتونو ته د اجازې ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
یو شمېر چارواکو ګهیځ نیوز سره خبرو کې ویلی، چې اوسمهال یې ډېر پام له ایران او پاکستانه د لکونو افغان کډوالو راتللو ته کړی، خو د دوی په وینا د کونړ اوبو مدیریت په څېر ډېری چارې د خپل کاری پلان په ایجنډا کې لری.
ایران او پاکستان له خپلو هېوادونو څخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانانو د وېستلو پرېکړه کړې.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ