معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته واستول شول

د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکي د تخنیکي زده کړو لپاره ترکمنستان ته واستول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، د دوی ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو په موخه ترکمنستان هېواد ته لېږل شوي.
دغې ادارې زیاته کړې چې دغه ١٣ تنه کارکوونکي به په ترکمنستان کې له درې میاشتو تخنیکي زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته به یې له شویو زده کړو ګټه پورته شي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په داسې مهال خپل ۱۳ تنه کارکوونکي د تخنیکي زده کړو په موخه ترکمنستان ته لېږلي، چې هره اونۍ د حېرتان، آقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې په سلګونه زره میټرک ټنه توکي لېږدول کیږي.
تازه تېره اونۍ هم ۱۱۳ زره ۹۷۱ مټریک ټنه توکي له دغې لارې لېږدول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس