د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱۳ کارکوونکی د تخنیکی زده کړو لپاره ترکمنستان ته واستول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، د دوی ۱۳ تنه کارکوونکی د تخنیکی زده کړو په موخه ترکمنستان هېواد ته لېږل شوی.
دغې ادارې زیاته کړې چې دغه ۱۳ تنه کارکوونکی به په ترکمنستان کې له درې میاشتو تخنیکی زده کړو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شی او دلته به یې له شویو زده کړو ګټه پورته شی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په داسې مهال خپل ۱۳ تنه کارکوونکی د تخنیکی زده کړو په موخه ترکمنستان ته لېږلی، چې هره اونۍ د حېرتان، آقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې په سلګونه زره میټرک ټنه توکی لېږدول کیږی.
تازه تېره اونۍ هم ۱۱۳ زره ۹۷۱ مټریک ټنه توکی له دغې لارې لېږدول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.