معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره میاشت ۴۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ له لارې تېره میاشت ۴۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي، تېره میاشت د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۴۷۳ زره ۷۴۴ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې د حېرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰ زره ۴۴۹ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷ زره ۹۸۵ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره ۳۱۰ ټنه واردات شوي چې ټولټال ۴۶۶ زره ۲۷۰ ټنه نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد شوي دي.
دغه راز زیاتوي چې په ياده موده کې ۷ زره ۴۷۴ ټنه سوداګریز مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه ډول یادې ادارې ویلي، دوی توانېدلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه له پاسه یو میلیارد او ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د حکومت خزانې ته وسپاري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس