کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۶ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ ملی اداره وایی، تېره میاشت د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۴۷۳ زره ۷۴۴ ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې د حېرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰ زره ۴۴۹ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷ زره ۹۸۵ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره ۳۱۰ ټنه واردات شوی چې ټولټال ۴۶۶ زره ۲۷۰ ټنه نفتی او نور توکی دی، هېواد ته وارد شوی دی.
دغه راز زیاتوی چې په یاده موده کې ۷ زره ۴۷۴ ټنه سوداګریز مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایی، هڅې کوی د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه ډول یادې ادارې ویلی، دوی توانېدلی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه له پاسه یو میلیارد او ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د حکومت خزانې ته وسپاری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ