معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اوسپنې پټلۍ په اړه افغان پلاوي پاکستاني لوري سره خبرې کړي

د اوسپنې پټلۍ په اړه افغان پلاوي پاکستاني لوري سره خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د څو ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د دوی یو پلاوي پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني پلاوي سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه تفصیلي بحثونه او خبرې کړي.
دوی زیاته کړې چې د دغې ادارې سرپرست پاکستان کې د اوسپنې پټلۍ له مرستیال ظفر زمان سره کتلي او د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ اړوند یې تفصیلي خبرې او بحثونه کړي.
دغه کتنه کې افغان پلاوي پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره افغان لوری بشپړ چمتوالی لري. د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې پاکستاني لوري هم تخنيکي مطالعاتو ته د چمتووالي خبر ورکړی او ژمنه یې کړې چې له ازبکستان هېواد سره په ګډه به د تخنيکي مطالعاتو لګښت ورکوي.
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ له لارې اوس مهال اونۍ کې په زرګونه ټنه انتقالات ترسره کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس